د افغان سوداګريز مرکز شرکت له پرله پسې همکارۍ وروسته، د دغه شرکت د روژې په مياشت کې مرستې د ۱۴۰۴ کال د اپريل په ۲۱ نېټه له روسيې څخه افغانستان ته را ورسېدې. په دغو مرستو کې ۴۰ ټنه خوراکي توکي لکه اوړه، وریجې، غوړي او نور شامل دي چې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د ملي ادارې له خوا په کابل کې پر اړمنو کورنیو ووېشل شول.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د ملي ادارې رئیس مولوي نورالدین ترهپي د افغان سوداګریز مرکز له رئیس حاجي محمد نادرشاه څخه د هېوادپالنې د احساس او د افغان سوداګریز مرکز د دوامداره همکارۍ له امله د مننې ترڅنګ زیاته کړه، چې دغه مرستې به نه یوازې د اړمنو کورنیو په ملاتړ مثبت اغېز وکړي، بلکې د نورو بشري برخو د تشویق او هڅونې په برخه کې به هم یو ګام وي